پېرودونکو شکایتونه

تاسو کولای شي زموږ سره خپل شکایت یا ستونزه شریکه کړئ. موږ به یې د خپلو پالېسیو مطابق ژر وڅېړو او ستاسو حقوق به خوندې کړو. ستاسو باور او رضایت زموږ لومړېتوب دي.

a scenic view of a valley with mountains in the background

د شکایتونو سره مرسته

پړاوونه، د اسنادو اړتیا، د ځواب وختونه، او پایلې.

CRPU څه شی دي؟

د بانک د پېرودونکو حقونو د ساتنې څانګه ده چې د چوپړتیاوو کېفیت لوړوې او د پېرودونکو شخړې په عادلانه، منطقې، چټکې او دوستانه توګه سره حل کوي

CRPU له څخه څوک څارنه کوي؟

په مستقېم ډول د بانک اجراییوي مشر ته راپور ورکوئ

زه د کومو ستونزو په اړه شکایت کولای شم؟

تاسو کولای شي د مالي یا چوپړتیاوو ستونزو په اړه شکایت وکړئ، لکه د الکټرونیکي کارتونو، صرافۍ الکټرونیکي ماشینونو، آنلاین بانکدارې، لګښتونو، کارکوونکو رویې او ناعادلانه رویې په اړه شکایت وکړئ

زه څنګه شکایت وسپارم؟

د شکایت فورمه بشپړه کړئ او د بانک د شکایت څارونکي او د پیرودونکو حقونو د ساتنې واحد ته یې واستوئ. ټولې برخې لازمې دي.

د شکایت سپارلو وروسته څه کیږي؟

موږ ستاسو شکایت د بانک د پالېسیو او کړنلارو مطابق ثبتوو، څارو یې، کتنه پرې کوو او حل لارې ورته پیدا کوو.

زما شکایت ته څنګه رسېدنه کیږي؟

هر شکایت ته په عادلانه توګه سره د بانک د پالېسیو او کړنلارو مطابقه رسېدنه کېږي.

آیا زه د فیسونو او لګښتونو په اړه شکایت کولای شم؟

هو. فیسونه، لګښتونه یا نورې بانکې چوپړتیاوي پکښې شتون لري

آیا زه د کارکوونکو چلند په اړه شکایت کولای شم؟

هو. د کارکوونکو چلند یا احساس شوی غیر عادلانه چلند په اړه شکایتونه منل کېږي او بیاکتنه پرې کیږي.

زه د کومو پایلو تمه درلودلای شم؟

تاسو کولای شئ د عادلانه او منطقي حل یا یوه روښانه توضیح د بانک د پالیسیو پراساس ترلاسه وکړئ.

ولې بانک شکایتونو ته بلنه ورکوي؟

موږ باور لرو چې د شکایتونو چټک او مؤثره حل د پیرودونکو باور او رضايت زیاتوی، او زموږ اړیکې پیاوړې کوي.

a blurry photo of a building with a clock tower

پوښتنې او ځوابونه

پوښتنې او ځوابونه