We’re here to help
که تاسو پوښتنه، تبصره، یا مرستې ته اړتیا لرئ، زموږ ټیم چمتو دی چې تاسو سره مرسته وکړي.

ځواب شوي پوښتنې
د حسابونو، آنلاین بانکدارۍ، کارتونو، لېږدونو او بانکې سټېټمېنټونه په اړه د عامو پوښتنو لپاره چټک ځوابونه ترلاسه کړئ.
زه څنګه حساب پرانیزم؟
د بانک یوې نږدې څانګې ته مراجعه وکړئ خپله پېژندپاڼه او یو قطعه انځور له ځان سره ولرئ. زموږ ټېم تاسو سره مرسته کوي چې خپل حساب غوره کړئ او فورمه بشپړه کړئ. ځینې حسابونه د لږترلږه کچې پیسو ته مشروط دي.
زه څنګه د خپلې آنلاین بانکداري لپاره ثبت نام وکړم یا یې کوډ بیا تنظیم کړم؟
د ننوتلو پاڼه کې د ثبت نام یا پسورډ هېرول غوره کړې او نور پړاوونه وڅارئ. تاسو به خپل هویت د ټلېفون شمیرې یا برېښنالېک په لېکلو سره تایید کړئ. د مرستې لپاره د ملاتړ څانګې سره اړېکه ونیسئ.
که زما کارت ورک یا غلا شي، زه باید څه وکړم؟
په بېړه سره د آنلاین بانکدارۍ یا زموږ د ملاتړ څانګې سره اړېکه ونېسئ او بند یې کړئ. د تاییدي نه وروسته به موږ تاسو ته بل کارت درکړو. خپلې وروستي معاملې مو وګورئ د شک په صورت کې یې راپور ورکړئ.
زه څنګه نړۍوال لېږد ترلاسه یا ترسره کوم؟
خپل د حساب معلومات لکه حساب نوم، بانک نوم او سویفټ کوډ د لېږونکی کس سره شریک کړئ او د لېږلو لپاره زموږ یوې څانګې ته مراجعه وکړئ یا له خپلې الکټرونیکي بانکدارۍ څخه ګټه واخلئ. فیس او لګښتونه د اجرا وړ دي.
زه څنګه خپل بېلانس وګورم او خپله بانکې سټېټمېنټ ترلاسه کړم؟
د آنلاین یا موبایل بانکدارۍ څخه ګټه واخلئ، د صرافۍ الکټرونیکي ماشین څخه لېدنه وکړئ یا زموږ څانګې ته مراجعه وکړئ. تاسو کولای شي په آنلاین بڼه یې ترلاسه کړئ یا ټابه شوی سټېټمېنټ زموږ له یوې څانګې څخه ترلاسه کړئ.
زه څنګه د یوې معاملې په اړه اعتراض وکړم؟
زموږ سره په بېړه په اړېکه کې شی د پلورنکې یا اخېستونکونکې کس معلومات، نېټه او پیسو مقدار راسره شریک کړئ. موږ به یې وڅېړو او نور معلومات به تاسو سره شریک کړو.

پوښتنې او ځوابونه
پوښتنې او ځوابونه
©Afghanistan International Bank 2025