د افغانستان بین امللي بانک د یوروماني له خوا د غوره بانک په توګه په ۲۰۲۴ کې ونومول شو.
افغانستان بین المللي بانک د یوروماني لخوا په 2024 کې د افغانستان غوره بانک په توګه پیژندل شوی دی. دا د افغانستان بین المللي بانک به پرله پسې ډول پنځم ځل دی چې نومول کېږې ۲۰۲۰ - ۲۰۲۴ کال پورې.
ولې یوروماني د افغانستان بین المللي بانک غوره کړ
په ننگونکې چاپیریال کې پایښت: د افغانستان بین المللي بانک خپلو دندو ته به مالي څانګه کې دوام ورکړي باوجود ددې چې افغانستان کې اقتصادې ننګونو شتون درلود.
د سختو لګښتونو کنټرول سره ثابته ګټه:د افغانستان بین المللي بانک ددې ترڅنګ چې اسعارو ته څېرمه پر لګښتونو او ګټو فشار وو بیا یې هم په ۲۰۲۳ کال کې خپله د مالیې مخکې ګټه ثابته ساتلې وه د با اصوله لګښت مدیریت سره.
تمرکز شوی مشري: د افغانستان بین المللي بانک د موخو نوښت پېژدلې وو ترڅو چوپړتیاوي ثابتې وساتئ.
د شریعت سره سم پرمختګ: ټولې نوې معامله او حسابونه په ۲۰۲۳ کال کې د شریعت سره سم وو، او د افغانستان بین المللي بانک د اسلامي ویزا او ماسټرکارډ کارتونه خپلو پیرودونکو ته وړاندې کړل چې د پیرودونکو تجربه په اسانۍ ترسره شي..
د اړینو سوداګرېزو او مرستو څخه ملاتړ: د افغانستان بین المللي بانک د پیسو لپاره یوه حیاتي چینل پاتې شو چې د اړینو وارداتو او بشري انتقالاتو سره تړاو لري،چې د نړۍوالو مرسنتدویه ډونرانو او غیر انتقاعې بنسټونو سره یې په لېرې پرتو سېمو کې د مرستې کولو خوندې همکاری درلوده.
د لاسته راوړنې تسلسل ۲۰۲۰ - ۲۰۲۴
په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان بین المللي بانک پیژندنه یو اوږد تسلسل دي چې هغه وخت یوروماني خپله جایزه په ۲۰۲۰ کال کې افغانستان ته وروپېژندله. عامه خبرتیاوو د ډالۍ ګټونکې تایید کړو چې په ۲۰۲۰، ۲۰۲۱، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې یې ترلاسه کړه او د پنځم ځل لپاره یې به ۲۰۲۴ کې هم وګټله.
د یوروماني (د غوره والي ډالۍ) په اړه
په ۱۹۹۲ کې تاسیس شوی، د یوروماني غوره بانکونه د هیواد او سیمې پر کچه د کړنو، نوښت او پیرودونکو ته چوپړتیاوو په اساس پیژني.
د رهبري پیغام
د افغانستان بین المللي بانک پلاوي، څارونکو پلاوي او سهم لرونکی له ټولو کارکوونکو مننه کوی ددوی د تمرکز، ځیرکو کړنو او کارونو د څار بخاطر په تېرو پنځو کلونو کې چې موږ وتوانېدو په پرله پسې ډول یاده ډالۍ ترلاسه کړو او په خوښۍ سره یاده ډالۍ خپلو پېرودونکو ته او ټولو هېوادوالو ته ډالۍ کوو.
