کولین مک‌ډونالډ د افغانستان بین المللی بانک (AIB) د نظارت د بورډ د رئیس په توګه وټاکل شو

کولین مک‌ډونالډ د افغانستان بین المللی بانک (AIB) د نظارت د بورډ د رئیس په توګه وټاکل شو

افغانستان بین المللی بانک (AIB) په خوښۍ سره اعلان کوي چې ښاغلی کولین مک‌ډونالډ د بانک د نظارت د بورډ د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

افغانستان بین المللی بانک (AIB) په خوښۍ سره اعلان کوي چې ښاغلی کولین مک‌ډونالډ د بانک د نظارت د بورډ د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلی مک‌ډونالډ د مالي خدمتونو په برخه کې ۳۵ کلنه مسلکي تجربه لري، چې د پرچون بانکدارۍ، خصوصي بانکدارۍ، سوداګریزې بانکدارۍ او پانګونې بانکدارۍ برخې پکې شاملې دي. نوموړي په تېرو ۲۰ کلونو کې په منځني ختیځ کې د رهبرۍ په بېلابېلو لوړو بستونو کې دندې ترسره کړې دي، چې په یوه نړیوال بانک کې د سیمه‌ییز رئیس، د خلیجي هېوادونو د همکاریو شورا (GCC) په یوه ستر بانک کې د اجرائیه رئیس د مرستیال، او په سیمه کې د یوه مخکښ پانګونې بانک د ګروپ د اجرائیه رئیس په توګه دندې هم پکې شاملې دي.

د نوموړي مسلکي تجربه د سازماني بدلون او بیا جوړونې، د خطرونو مدیریت، ډیجیټل ستراتیژۍ، او د مالي خدمتونو په برخه کې د شرکتونو د پېرلو، ادغام او یوځای کولو په برخو کې پراخه ده. نوموړي په څو مدیره هیئتونو کې هم د غړیتوب دنده ترسره کړې او د بریتانیا د مدیرانو د انسټیټیوټ (UK Institute of Directors) له خوا د تصدیق شوي مدیر سند لري.

افغانستان بین المللی بانک (AIB) ښاغلي مک‌ډونالډ ته په دې نوي مسؤلیت کې ښه راغلاست وایي او د بانک د دوامدار پرمختګ، د شرکتونو د حاکمیت د پیاوړتیا او اغېزمنې رهبرۍ په برخه کې د هغه د ارزښتناکو همکاریو او رهبرۍ هرکلی کوي

مخکېنی مقاله

راتلونکی مقاله

نور ولولئ

د افغانستان بین المللی بانک سره بانکداري پیل کړئ

خپل د خوښې حساب پرانیزئ، که د خپلو مالي چارو څار او د کسب او کار اداره کول غواړئ. موږ ستاسو په چوپړ کې یوو.