زه ویاړم او دا زما لپاره یو امتیاز دی چې تاسې ټولو ته د خپل ځان معرفي کولو لپاره لیکم.
له تیرې میاشتې راهیسې زه د افغانستان د بین المللي بانک د اجراییوي رییس (CEO) په توګه ګمارل شوی یم.
دا په رښتیا سره یو ویاړ او امتیاز دی چې په داسې یو وخت کې د دې بانک ساتونکی یم چې زموږ ټولو لپاره په هیواد کې د ننګونو ترڅنګ د هرچا لپاره د غوره بانکدارۍ تجربې وړاندې کولو لپاره یو ښه فرصت دی.
ما زموږ له تنظیم کونکي (تنظیم کونکي ارګان) سره ژمنه کړې چې زه غواړم یو داسې بانک جوړ کړم چې په خپلو ارزښتونو ولاړ وي: د خلکو لپاره او د خلکو لخوا اداره کیږي. پدې کې به زموږ د خدماتو پراخول او هرچا ته د داسې خدماتو چمتو کول شامل وي چې د دوی ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.
زموږ شعار دی 'د پرمختګ لپاره ستاسو ملګری.' زه موږ په همدې ډول وینم، موږ پدې لاره کې یوځای یو.
موږ د یو بشپړ د شریعت سره سم بانک په توګه د تصویب کیدو لپاره خپل ټول چمتووالي کارونه بشپړ کړي دي، او دا به د افغانستان د بانکدارۍ په ډګر کې یو نوی او په زړه پوری فصل پیل کړي.
ډاډه اوسئ چې زما ټیم به تر هغه وخته هڅې نه سپموي ترڅو موږ داسې محصولات او خدمات وړاندې کړو چې تاسو پرې ویاړلی شئ.
زه په دې ښکلي هیواد کې هرچیرې چې تاسو یاست، ستاسو خدمت ته سترګې په لار یم.
په درنښت
سټوارټ لاکي (Stewart Lockie)
عمومي اجراییوي رییس


