د افغانستان بین المللی بانک د ډیجیټل لب (Lab) پرانیسته

د مالي شمولیت او ډیجیټلي بدلون په برخه کې د افغانستان بین المللی بانک (AIB) د ژمنتیا په دوام، په خوښۍ سره اعلان کوو چې د دغه بانک ډیجیټل لب(Lab) په رسمي ډول پرانیستل شو

د ډیجیټل لب موخه د بانک کارکوونکو ته د یوه متقابل او نوښتګر چاپېریال برابرول دي، څو د بانک له فعالیتونو سره لا ښه بلدتیا پیدا کړي، نوي مهارتونه زده کړي او له هغو ټکنالوژیو او ډیجیټلي حل‌لارو سره عملي تجربه ترلاسه کړي چې د پېرودونکو د بانکي خدمتونو د تجربې د لا ښه کولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

همدارنګه، د زده‌کړو او مسلکي پرمختګ له څانګې (Learning & Development Department) سره په همکارۍ، پلان لرو چې د پوهنتونونو او ښوونځیو محصلینو او زده‌کوونکو ته هم د ډیجیټل لب د لیدنې هرکلی ووایو. دغه لیدنې به هغوی ته فرصت برابر کړي، څو د افغانستان بین المللی بانک، د هغه د محصولاتو او خدمتونو، او د ډیجیټلي بانکوالۍ د راتلونکي په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.

د ډیجیټل لابراتوار پرانیسته د نوښت، زده‌کړې، ډیجیټلي کېدو او د یوه لا پراخ او ټول‌شموله بانکي نظام د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان بین المللی بانک د دوامدارې ژمنتیا څرګندونه کوي.

د افغانستان بین المللی بانک سره بانکداري پیل کړئ

خپل د خوښې حساب پرانیزئ، که د خپلو مالي چارو څار او د کسب او کار اداره کول غواړئ. موږ ستاسو په چوپړ کې یوو.