د اجرائيه رئيس پیغام

د اجرائيه رئيس پیغام

سټیوارټ لاکي

سټیوارټ لاکي

دا زما لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې خپل ځان تاسو ته معرفي کوم.

له تېرې میاشتې راهیسې، ویاړ لرم چې د افغانستان بین المللی بانک (AIB) د اجرائیه رئیس (CEO) په توګه خدمت کوم.

دا زما لپاره ستر ویاړ دی چې د هېواد په دې مهم او هیله بښونکي پړاو کې د بانک مشري پر غاړه لرم، څو تاسو ټولو ته لا غوره او باکیفیته بانکي خدمتونه وړاندې کړو.

ما له اړوندو تنظیموونکو ادارو سره ژمنه کړې چې د داسې بانک جوړولو او پیاوړي کولو ته دوام ورکړو چې د خپلو ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وي، د خلکو لپاره وي او د خلکو له خوا اداره کېږي. د دې موخې لپاره به خپل محصولات او خدمتونه نور هم پراخ کړو، ترڅو ستاسو ورځني مالي اړتیاوې په ښه توګه پوره شي.

زموږ شعار «ستاسو د ودې شریک» دی. زه هم زموږ اړیکه همداسې وینم — موږ ټول په ګډه دا سفر پرمخ وړو.

موږ ټولې اړینې چمتووالي بشپړې کړې دي ترڅو په بشپړه توګه د اسلامي شریعت مطابق بانک شو، او دا به د افغانستان د بانکدارۍ په صنعت کې د یوې نوې او مهمې مرحلې پیل وي.

ډاډه اوسئ چې زه او زما ټیم به په نه ستړې کېدونکو هڅو سره داسې محصولات او خدمات وړاندې کړو چې تاسو پرې باور او ویاړ وکړای شئ.

زه په ډېر شوق د هېواد په هره سیمه کې تا سوته د خدمت کولو په تمه یم.

په در ناوي

د افغانستان بین المللی بانک سره بانکداري پیل کړئ

خپل د خوښې حساب پرانیزئ، که د خپلو مالي چارو څار او د کسب او کار اداره کول غواړئ. موږ ستاسو په چوپړ کې یوو.