جاوید واحدی د سوداګری پراختیا آمر ، په دې وروستیو کې جلالآباد ته د یوه پلاوي مشري وکړه ترڅو د بېلابېلو سوداګریزو سکتورونو سره لیدنې وکړي او سیمهییز بانکي خدمات لا پیاوړي کړي. د دې سفر په ترڅ کې، پلاوي د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرتابه سره ولیدل ترڅو د خصوصي سکتور د ملاتړ او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړي. د خونې مشرتابه ګډونوال
• ښاغلی عبد الولي بابکر خېل، د سوداګریزو چارو مرستیال
• حاجي صفت الله صاحبزاده، د خدماتو مرستیال
• حاجي ګل مراد عرب
• ډاکټر مخلص احمد
دې غونډو د سوداګرۍ د پراختیا او د AIB لهخوا وړاندې کېدونکو متنوع حللارو په اړه د هراړخیزو بحثونو لپاره زمینه برابره کړه. مهم موضوعات پکې د اسلامي تمویل هغه محصولات وو چې د سوداګرۍ ودې لپاره ځانګړي شوي، او همدارنګه د تادیاتو هغه حللارې چې د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا او د سیمې د سوداګرو لپاره د بانکي خدماتو د ښه والي لپاره طرحه شوې دي

